له پېښو سر د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د ماینونو قرباني شویو د معلوماتو د ثبتولو ډیټابیس جوړولو لپاره د ګډو همکاریو تړون لیک لاسلیک شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۲۲:۲
news image

نن ورځ چهارشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رئیسې مېرمن کاتاریتا ریتز، د رئیسې سلاکار عزت ګل او د ناچاودو توکو برخې د همغږۍ مسؤول، فریډرک ماري فاوست سره د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس، قاري نورالدین رستم خېل او د دې ادارې د نړیوالو اړیکو رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني په شتون کې وکتل او د ګډو همکاریو تړون لیک یې ورسره لاسلیک کړ.
په دې ناسته کې، ښاغلي ترابي صاحب د سره صلیب پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، چې زه د سره صلیب له ټولو اصولو سره آشنا یم، او دې کمېټې له پخوا څخه تر نن پورې د افغانستان له خلکو سره پراخې مرستې کړې دي او موږ له دوی مننه کوو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست همداراز د سره صلیب له نړیوالې کمېټې د ماین پاکۍ په چارو کې د همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې ماین پاکي د دې ادارې له اساسي دندو څخه ده، او موږ باید نږدې همکارۍ ولرو او د خلکو د خدمت لپاره د یو بل له امکاناتو ګټه واخلو. نوموړي همداراز له دوی وغوښتل چې د دې ادارې په تخنیکي کمېټه کې، چې له مؤسسو سره په ګډه جوړه شوې، ګډون وکړي، هغه ټینګار وکړ چې دا کمېټه باید نه یوازې د ماین پاکۍ، بلکې داخلي اصولو ته په کتو په نورو برخو کې هم د دې ادارې سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیسې، مېرمن کاتاریتا ریتز، د ترابي صاحب له لوري د دې ملاقات د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې زه د دې ادارې د ماین پاکۍ فعالیتونه له نږدې څارم او دې پایلې ته رسېدلې یم چې دا برخه په خپلو چارو کې ښې لاسته راوړنې لري.
د سره صلیب رئیسې وویل، زموږ د کار اساسي موخه د ماین قربانیانو ته رسېدنه ده، او د دوی شخصي معلومات باید داسې شریک او ثبت شي چې حقوقي مسؤولیت ونه لري. نوموړې زیاته کړه چې د دې کمېټې تخنیکي ټیم به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته معرفي کړي، ترڅو معلومه شي چې موږ له دی ادارې سره په کومو برخو کې همکاري کولای شو.
د یادونې وړ ده، چې د دغه تړون لیک له مخې، د سره صلیب نړیواله کمېټه به د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست سره نږدې او دوامداره اړیکې ولري، او د ماینونو او ناچاودو توکو د قربانیانو ټول شخصي معلومات به، د پیښې د وخت او ځای سره یو ځای، دې ریاست ته وسپاري او دغه ریاست به یاد معلومات د IMSMA معلوماتو مدیریت سیسټم کې په راتلونکې کې د کارولو لپاره ذخیره کوي.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

په پکتیکا ولایت کې ناچاوده توکي خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۷
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۶ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۷۶ کورنیو ته چې له پاکستان او ایران څخه په اجباري توګه را اېستل شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .