له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د هېواد له اوولسو ملي سوداګرو څخه چې د کونړ د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره یې مرسته کړې وه ستاینه وکړه
نن د شنبې مازیګر، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د هېواد له هغو اوولسو ملي سوداګرو سره، چې د کونړ ولایت د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره یې د دې ادارې له لارې مرستې کړې وې, په خپل کاري دفتر کې وکتل او له هغوی څخه یې قدرداني او ستاینه وکړه.
په دې ناسته کې محترم ترابي صاحب وویل, چې د هېواد د سوداګرو پر وخت او مسؤلانه مرستې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د ملي یووالي او د خلکو پر وړاندې د مسؤلیت څرګندونه ده. هغه زیاته کړه چې اداره هڅه کوي ترڅو د خیر ښېګڼې او د زیانمنو د ملاتړ دغه بهیر په ټول هېواد کې لا پیاوړی او عملي کړي او د همدې لپاره نن له یو شمېر سوداګرو څخه چې د کونړ له زلزله ځپلو سره یې مرستې کړې دي, ستاینه کېږي.
په غونډه کې د هېواد یو تن ملي سوداګر ښاغلي سید احمد سیلاب د نورو سوداګرو په استازیتوب خبرې وکړې او د ادارې له قدردانۍ یې مننه وکړه. هغه ډاډ ورکړ چې ملي سوداګر به تل د زیانمنو خلکو د ملاتړ او له ادارې سره د همکارۍ لپاره حاضر وي. نوموړي زیاته کړه چې له زیانمنو سره مرسته کول ایماني او وجداني مسؤلیت دی او هڅه به وکړي چې تل د ستونزو پر مهال له خلکو سره ودرېږي.
په پای کې د دغو سوداګرو د مرستو او همکارۍ د ستاینې په پار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس هر یوه ته جلا ستاینلیک ورکړ. همدارنګه، سوداګرو د درناوي په دود محترم ترابي صاحب ته تحایف ورکړل او د عزت په نښه یې د نوموړي پر اوږه چپن کېښود.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
