له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۳۵۶ زیانمنو کورنیو لپاره د نغدو او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۵:۷
تصویر خبر

نن سهار د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ قلعه شاهي کلي ته د سفر پر مهال د وروستۍ زلزلې له امله د ۳۵۶ زیانمنو کورنیو لپاره د ماشومانو د ساتنې موسسې (Save the Children)، د ناروې د کډوالو شورا (NRC)، د کډالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د ملګرو ملتونو د نقوس صندوق (UNFPA) سازمان په همکارۍ د نغدو او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه. 
 محترم ترابي صاحب، له زلزله ځپلو کورنیو سره د کتنې پر مهال وویل، چې که څه هم دا مرستې بسنه نکوي خو د اوس لپاره دا مرستې واخلئ او موږ هڅه کوو چې ستاسو لپاره نورې مرستې هم برابرې کړو او هڅې روانې دي، چې هم د اسلامي امارت او هم د همکارو موسسو لخوا ستاسو لپاره دایمي سرپناه برابره شي.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې، د Save the Children لخوا هرې کورنۍ ته یو هایجن کېټ، یو تخته ترپال او د کور جوړولو وسایل او له یاد شمېر کورنیو څخه ۳۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۲۰,۵۰۰ افغانۍ نغدې پیسې، د NRC لخوا ۵۵ کورنیو هرې یوې ته ۲۰,۵۰۰ افغانۍ نغدې پیسې، د IOM لخوا ۳۵۶ کورنیو هرې یوې ته ۸,۸۰۰ افغانۍ نغدې پیسې، له یادې جملې ۳۱۷ کورنیو هرې یوې ته یو باب خیمه او د UNFPA لخوا هرې کورنۍ ته یو تخته ترپال، یوه تخته کمپله او د ښځو لپاره د حفظ الصحې کېټونه ووېشل شول. 
ورته مهال د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د ماشومانو د ساتنې موسسې (Save the Children) استازو د مرستو د وېش په برخه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په ځانګړي ډول د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له همکاریو او هغږیو څخه مننه وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۰۳/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۲۳
Background image

په خوست ولايت کې ٤١ ناچاوده توکي کشف او له منځه یووړل شول

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د اومر ماین پاکۍ موسسې QRT-01 تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ځاځي ميدان او سپيره ولسواليو او مرکز کې له تېرو جګړو پاتې شوي ناچاوده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او UNICEF سازمان په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په خاص کونړ او منورې ولسوالیو او مرکز کې د وروستیو بارانونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ریاست د نوې اداري ودانۍ جوړېدو له کار څخه څارنه وکړه

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تخنیکي ټیم، د یاد ریاست د نوې جوړېدونکې اداري ودانۍ له رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

د دې څارنې موخه د ودانۍ د رغنیزو چارو د کیفیت، تخنیکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .