له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئيس د افغانستان لپاره د ترکي د سرې میاشتي له مسؤل سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۵۰
news image

نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس ښاغلې الحاج ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د ترکې د سرې میاشتي له مسؤل نعیم الله کریمي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ښاغلې ترابي صاحب راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي موږ غواړو له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره یوه قوي، بې طرفه او بشرپاله اداره واوسي او خدمتونه یې ټولو هیوادوالو ته ورسیږي او په هره برخه کي مو کار ورته کړی دی او لا هم ډیر کارته ضرورت لري.
همداراز، ښاغلې ترابی صاحب زیاته کړه چي موږ غواړو د دې اداری لپاره په مرکز او ولایتونو کی په منظم ډول رضاکاران جذب او تربیه کړو چي په کابل ولایت کی مو رضاکاران جذب او تریننګ کړل او دا لړی به انشاالله ولایتونو ته هم وغځوو نو په دي مهم کار کي موږ داړونده نهادونو څخه پوره همکاری غواړو 
د افغانستان لپاره د ترکي د سرې میاشتي مسؤل د ترابي صاحب د کارونو څخه ځانګړي مننه وکړه او زیاته یې کړه چي په دې اداره کي زیات بدلون راغلی دی او د هغه تر څنګ اداري کارونه چټک سوي دي.
ښاغلي نعیم الله کریمي وویل چي موږ به د ترکې د سفارت، TIKA او JIKA سره هم خبري وکړو تر څو ددې ادارې او  د ترکې هیواد د AFAD ادارې تر منځ همغږي وکړي او اړیکي پیاوړي کړي.

نیټه: ۱۴۴۷/۲/۲۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .