له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست پکتیکا ولایت ته د سفر وروسته د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
تصویر خبر

نن ورځ سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، پکتیا ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې لیدنه او له کارونو یې څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب د یاد ریاست له هر کارکوونکي سره په جلا جلا توګه وکتل او د هغوی  څخه یې ستونزي او مشورې واوریدلې او بیا یې  ټول کارمندان پر وخت او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.
همداراز، ترابي صاحب په پکتیا ولایت کې د یادې ادارې له ګودام څخه هم لیدنه وکړه، او د خوراکي او غیرخوراکي توکو د ساتنې، د توکو د ترتیب برابرولو، نظم رامنځته کولو، او اړتیاوو ته په کتو اړمنو کسانو ته د اړینو توکو د وېش په اړه یې اړونده مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې. همداراز ېی د تقنینی سندونو او نورو مکتوبونو د ټولو دوسیو فایلینګ سستم یی تر نظر تیر کړ او د ټولو کارمندانو سره یی نغدۍ کومک وکړې.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په کوهستان، ګرزیوان، پشتون کوټ او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۴۸ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DACAAR مؤسسې  ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .