له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په روسیه کې مېشت د افغان سوداګر له لوري مرسته شوي خوراکي توکي ترلاسه کړل

نن ماسپښین د پنجشبې ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، په روسیه کې مېشت د افغان سوداګر حاجي نادرشاه له لوري مرسته شوي خوراکي مرستې د افغان بزنس سنټر د استازي محترم عبدالسمیع الکوزي لخوا د رسنیو او خبریالانو په شتون کې ترلاسه کړې.
ترابي صاحب وویل: نن موږ ۴۰ ټنه خوراکي توکي، چې ۵۰۰ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵۰۰ بورۍ ۲۴.۵ کیلویي سیله وریجې، او ۵۰۰ بوتله ۵ لیتره غوړي پکې شامل دي، ترلاسه کوو. موږ د حاجي نادرشاه له دې نیک اقدام څخه مننه کوو او هیله لرو چې دا ډول مرستې دوام ومومي.
نوموړي زیاته کړه چې دا مرستې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت برابرې شوې دي او د سروې او اړمنو کسانو له پېژندلو وروسته به د کابل ولایت په بېلابېلو ناحیو کې ووېشل شي. همداراز، نوموړي له نورو ملي سوداګرو او خییرو هېوادوالو څخه هم غوښتنه وکړه چې د اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې وکړي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د سروې او د مرستو په وېش کې پر شفافیت د ټینګار سربېره، ووېل: موږ له مؤسسو سره د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. دا هوکړه لیکونه د بشردوستانه مرستو او د اړینو پروژو د عملي کېدو په برخه کې ګډې همکارۍ رانغاړي، چې له مخې به یې اړمنو خلکو ته لازمي مرستې برابرې شي.
نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره