له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کې د دې ادارې اړوند د کډوالو په پنډغالي کې د ۱۳ کاري کمېټو څخه راپور واخیست

tamim_azimi
جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۹ - ۱۲:۵۶
news image

نن د جمعې ورځ، د سهار په ۶:۳۰ بجې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د تورخم په پنډغالي کې چې د دې ادارې لخوا د جبري راستنېدونکو لپاره جوړ شوی، د یاد کمپ له ۱۳ کاري کمېټو سره غونډه وکړه او د هغوی دتیري ورځي کاري راپورونه  واورېدل.
ترابي صاحب, د هرې کمیټې له مسؤلینو څخه هغوی ته د سپارل شوو دندو په اړه پوښتنې وکړې، او په جلا جلا توګه یې د هغوی راپورونه واورېدل او زیاته یې کړه چې, زه به تاسو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړم څو تاسې کډوالو ته لا ډېر خدمت وکړئ.
همداراز، د ادارې سرپرست له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کمیټو د مسؤلینو او د کارکوونکي کاري بهیر  ګړندي کولو ته وهڅول او هغوی ته یې اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۰ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .