له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د پکتیکا ولایت د والي په ملتیا د دی ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ لپاره له ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه وکړه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۱:۴۹
تصویر خبر

نن ورځ سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي   د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه   د لیدنې ترڅنګ د پکتیکا ولایت له والي محترم ملا عبدالخالق عابد سره  ،  د علماوو شورا رییس محترم شیخ عبدالقدوس عظیمي او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ مسؤل په شتون کې وکتل او د هغه په ملتیا یې له هغې سیمې څخه لیدنه وکړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ جوړولو لپاره پکې درې نیم جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې ده.
په دی سفر کې محترم ترابي صاحب د یادې سیمې څخه د کتو پر مهال د اداري ودانۍ جوړولو جغرافیایي موقعیت ارزونه وکړه او د ودانۍ د جوړولو لپاره یې د همکارو موسسو څخه د بودجې را جلبولو په هکله خبرې وکړې.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .