له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د سرپناه او غیر خوراکي مرستو د کلستر له همغږي کوونکو سره وکتل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۲۰:۳۲
news image

نن د پنجشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د (IOM) د لنډ مهالې سرپناه د کلستر له همغږي کوونکې اغلې سوسن سعد، د هغې له مرستیال محمد هاشم نیازی او د (UNHCR) د سرپناه د کلستر له مرستیال همغږي کوونکي و محمد باقر حیدري سره وکتل او د اجباري اېستل شویو کډوالو او د یاد کلستر د فعالیتونو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې ترابي صاحب د لنډمهالې سرپناه د کلستر پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په اجباري توګه اېستل شویو کډوالو ته د رسیدنې په اړه وویل، چې سره له دې چې د کډوالو چارو ته د رسېدنې په برخه کې ځانګړې وزارت موجود دی، خو په دې وروستیو کې د اېستل شویو کډوالو لوړ شمېر ته په کتو، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په لارښوونه، دولس کاري کمیټې جوړې شوې دي، تر څو کډوالو ته رسېدنه وکړي. هغه زیاته کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره هم د تورخم او سپین بولدک په فرضي پوله کې موظفه ده، چې له نورو ادارو سره یو ځای کډوالو ته رسیدنه وکړي. ترابي صاحب یادونه وکړه چې موږ په دې وروستیو کې یو معیاري پنډغالی د تورخم په پوله کې جوړ کړی دی. نوموړي همداراز د زیانمنو شویو او اړمنو سره د مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې مرسته باید د خلکو د اړتیاوو او د ځای د فرهنګ سره سمون ولري.
ترابي صاحب څرګنده کړه چې موږ نه وایو چې مرستې دې په مستقیمه توګه موږ ته وسپارل شي، خو زموږ نظر دا دی چې که مرستې زموږ سره په مشوره وویشل شي، نو ښه اغېزمنتیا به یې زیاته وي، ځکه چې خلک موږ ته مراجعه کوي او خپلې ستونزې بیانوي. نوموړي زیاته کړه: موږ د خلکو د خدمت لپاره معاش اخلو، نو زموږ دنده دا ده چې د مرستندویه ادارو لپاره اسانتیاوې برابرې کړو او په کارونو کې چټکتیا او شفافیت رامنځته کړو.
په همدې حال کې، د لنډمهالې سرپناه د کلستر همغږي کوونکې اغلې سوسن سعد، د هغې مرستیال محمد هاشم نیازی او د دې کلستر مرستیال همغږي کوونکي محمد باقر حیدري د ادارې له سرپرست څخه مننه وکړه او ویې ویل چې له مرستندویه موسسو سره په چټکۍ د هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو له امله، دوی توانېدلي چې ژمنۍ مرستې او نورې پروژې پر وخت پلي کړي.
هغوی هر یو د خپلو اړونده برخو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې په اجباري توګه د اېستل شویو کډوالو لپاره د هېواد په بېلابېلو سرحدي سیمو کې ټیمونه موجود دي چې د اړتیا له مخې مرستې برابروي.
همداراز، د لنډمهالې سرپناه د کلستر همغږي کوونکو وویل چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست پیغام به خپلو نورو همکارو شریکانو ته ورسوي، ترڅو د پېښو له زیانمنو، اړمنو او کډوالو سره د لا زیاتو همکاریو زمینه برابره شي.
 
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۳ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .