له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري وستایل شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۲۲:۵۸
تصویر خبر

نن ماسپښين د چهارشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له غړو، د مالي برخې رئیس، شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس، سید جاوید برهان، حاجي خان محمد، حاجي داوود، حاجي ضیاءالدین او حاجي میرزا پوپل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د هغوی لخوا وستایل شو.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړو ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې د بولدک د اورلګېدنې پېښې له امله زیانمنو سوداګرو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د شفقت له مخې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې موږ له کره څېړنې وروسته دا مرستې په بشپړې امانت دارۍ سره چې د هغوی له زیان څخه ۳۰ سلنه کېږي، یادو سوداګرو ته ووېشلې. 
نوموړي همداراز د خپلې ادارې د اساسي فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د پېښو له امله د زیانمنو خلکو ستونزو ته رسېدنه زموږ دنده ده، او موږ هڅه کوو چې د اسلامي امارت له بودجې یا د مؤسسو له لارې د خلکو لپاره مرستې برابرې کړو.
ترابي صاحب د ستاینلیک د ترلاسه کولو په اړه وویل، چې زه دا ډالۍ د ځان لپاره نه، بلکې د اسلامي امارت په استازیتوب منم.
په همدې حال کې، د سوداګرۍ خونې یو غړي، حاجي خان محمد، د دې ادارې د سرپرست لخوا د بولدک د زیانمنو سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وستایله او ویې ویل، چې تاسو چې د خصوصي سکتور لپاره کوم خدمت کړی، د افغانستان په هېڅ حکومت کې یې ساری نه دی لیدل شوی، او دا د ستاینې وړ دی.
همداراز، د دې خونې یو بل غړي حاجي ضیاءالدین وویل، کله چې د بولدک اورلګېدنه وشوه، ما د شپې په ۱ بجه ترابي صاحب ته زنګ وواهه او هغه د خپلې ژمنې سره سم هماغه شپه له زیانمنو سوداګرو سره تر پایه پورې ولاړ و.
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د غړو لخوا په ستاینلیک او ډالیو سره وستایل شو او د هغه لپاره د خیر دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۳۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۲۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشري مرستو د همغږۍ مؤسیسې تر منځ (۷۱۷۶۵۴)  اوه سوه اولس زره شپږ سوه څلور پنځوس ډالرو په ارزښت دګډو همکاریو  تفاهم نامه لاسلیک سوه.

نن ورځ سې شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د بشري مرستو د همغږۍ مؤسیسې د رئیس انجینر عبدالبصیر حقمل سره په خپل کاري دفتر کي وکتل. 
ترابي صاحب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ د هریرود سیند پر غاړه د سېلاي لارو د پاکولو چارې پیل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، چې د دې ادارې ټولو ولایتي ریاستونو ته یې د سېلابي لارو د پاکولو لارښوونه کړې ده، د هرات. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۵
Background image

په کندز ولایت کې د تېرې ورځې زلزلې له امله ټپیانو ته نغدې مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د تېرې ورځې زلزلې له امله ۲ تنه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .