له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست  په کابل کې مېشت د قزاقستان هېواد له سفیر سره وکتل او د قزاقستان هېواد لخوا د افغانستان د خلکو لپاره د خوراکي او غیر خوراکي مرستو لیست یې د یادې ادارې سرپرست ته وسپاره  

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۲۰:۱۲
تصویر خبر

نن ورځ دوشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، په کابل کې د قزاقستان هېواد له سفیر ګازیز اکباسوف او ورسره پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې کتنه کې، الحاج ملانورالدین ترابي د یاد هېواد سفیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان او قزاقستان اړیکې دوستانه وبللې او د دغو اړیکو په لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د قزاقستان هېواد د هغو بشري مرستو څخه مننه وکړه  چې په ۳۶ واګونو کې حیرتان ته ورسیدې او د نورو  مرستو د دوام غوښتنه یې هم ورڅخه وکړه. نوموړي همداراز له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اجباری ایستلو موضوع ته هم اشاره وکړه.
په دوام کې, د قزاقستان سفیر، ګازیز اکباسوف له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست له ښه کوربه توب څخه مننه وکړه، او له افغانستان سره د شویو هغو مرستو لیست یې له پېښو سره د مبارزی آمادګۍ ملي ادارې سرپرست ته وسپاره چې حیرتان ته د ٣٦ بار وړونکو واګونو په ذریعه را انتقال شوې وې.  
هغه همداراز، د ۳.۵ ټنه درملو او روغتیایي توکو له لیږد څخه هم خبر ورکړ، چې په راتلونکې اونۍ کې به د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې را انتقال شي او زیاته یې کړه، چي موږ د کانونو، د لوژیستیک، ترانسپورټ او کرنې په برخو کې هم د افغانستان اسلامي امارت او خلکو سره همکارۍ ته چمتو یو.
همداراز د قزاقستان سفیر، په راتلونکو ورځو کې د دې هېواد د بشري مرستو دویم پړاو ته اشاره وکړه او ویې وېل چې نورې مرستې به هم د افغانستان اسلامي امارت د اړتیاوو او غوښتنو پر بنسټ دوام ولري.
د یادونې وړ ده، چې د قزاقستان په بشري مرستو کې   ۲۰ زره بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه, چې ټولټال ۱۰۰۰ ټنه کیږي، ۴۹۷۲۰ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې, چې ټولټال ۱,۲۴۳.۸۳۹ ټنه کیږی، ۱۰۰۰ لیټره غوړي او داسې نور توکي شامل دي.  

نېټه: ١٤٤٦/١٠/١٦ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، ۸. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۲
Background image

۸۱۳ زلزله ځپلو کورنیو ته په سمنګان ولایت کې نغدې مرستې ووېشل شوې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د ۸۱۳ کورنیو ته چې کورونه یې د وروستۍ زلزلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۰
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۶ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د دره ولسوالۍ اړوند ۱۲۶. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .