له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د جینوا کال مؤسسې په همکارۍ “د بېړنیو حالاتو پر مهال بشري مرستو ته د لاسرسي” تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار په انټر کانټیننټل هوټل کې ترسره کړ   

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۲۲:۲۱
تصویر خبر

تېره ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د جنیوا کال مؤسسې په همکارۍ، ۳۰ تنه کارکوونکو ته "د بیړنیو حالاتو پر مهال بشري مرستو ته د لاسرسي" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار ترسره کړ، په دی سمینار کې د مرکزي زون ولایتي رئیسانو په ګډون د یادې ادارې د مرکزي ریاستونو څخه هم ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون درلود او په دې سمینار کې د بېړنیو حالاتو پر مهال د بشردوستانه مرستو ته د لاسرسي د ښه والي او خوندي چاپېریال رامنځته کولو په اړه پر موضوعاتو هراړخېز بحث وشو. 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په استازیتوب د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس د د سیمینار د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چي د پېښو پر مهال د بشري مرستو ته لاسرسی یو له مهمو مسایلو څخه دی، او دا ډول روزنیز پروګرامونه زموږ د ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره ډېر ګټور دي. موږ هڅه کوو چې د جینوا کال مؤسسې په مرسته، د بیړنیو حالاتو پر مهال د بشري مرستو ویش لا اغېزمن کړو او د اړتیا وړ تدابیر ونیسو.
د جینوا کال مؤسسې د پروګرامونو مسؤل حکمت الله ځدران، د سمینار په اړه وویل چي په بېړنیو حالاتو کې بشري مرستې باید چټکې، اغېزمنې او عادلانه وي، زموږ موخه دا ده چې د اړوندو ادارو کارکوونکو ته داسې خدمتونه وړاندې کړو چې هغوی وکولای شي د بشري مرستو په تنظیم او وېش کې لا ښه مهارتونه ترلاسه کړي، د همغږۍ کچه لوړه شي، او د اړمنو خلکو اړتیاوې پر وخت وپېژندل شي.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو د جینوا کال مؤسسې څخه ځانګړې مننه وکړه او د دا ډول روزنیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه همدارنګه، ګډونوالو ټینګار وکړ چې د بشري مرستو پروسه باید لا شفافه، ګړندۍ، او عادلانه شي، ترڅو اړمن کسان وکولای شي په بېړنیو حالاتو کې پر وخت لازمي مرستې ترلاسه کړي.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۱۵
Background image

په زابل ولایت کې د مخکینی خبرداري درې سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام لخوا د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) دفتر سره د همغږۍ پر بنسټ، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاکجبار ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو او د خاورین چیک‌ډیمونو جوړولو له کار څخه څارنه وکړه

دا څارنه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست له لوري، د کابل ولایت مقام او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سالنګ ولسوالۍ په زیانمنو سیمو کې د سیلابي رسوباتو پاکولو او د محافظتي دېوالونو جوړولو کار پیل کړ

په همدې لړ کې، د باغ لالا کلي د ښوونځي لپاره د محافظتي دېوال د جوړولو پروژه د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس، سیمه‌ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .