له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او ورلډویژن نړیوالي مؤسیسې تر منځ د ۸۹۰۷۱۳۷ (اته میلونو نهه لکه اوه زره یو سل اوه دیرش) ډالرو په ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۲:۳۱
news image

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي  د ورلډ ویژن نړیوالي مؤسیسې د کابل د دفتر رئیس عبدالوهاب آرش سره په خپل کاري دفتر کي وکتل. 
ترابي صاحب له هرڅه مخکي د ورلډویژن مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یی کړه چي اوس دژمي موسم دی تر بل هر وخت خلګ مرستو ته زیاته اړتیا لري او مؤسیسات باید ژمنۍ مرستي پر خپل وخت وویشي. 
همدازار ترابي صاحب د ورلډویژن مؤسیسې د فعالیت او مرستي څخه ځانګړي مننه وکړه چي د ژمي په موسم کي د زیانمنو کورنیو سره بیلابیلي مرسته کوي او د مرستو پر ژر رسیدنه یی یوځل بیا ټینګار وکړ.
د ورلډویژن نړیوالي مؤسیسې د کابل د دفتر رئیس عبدالوهاب ارش وویل چي یاده مؤسیسه د ۲۰۰۱ کال څخه په افغانستان کي فعالیت کوي او په بیلابیلو ولایتونو کي خلګو ته مرسته رسوي.
ښاغلي ارش د یادي ادارې د سرپرست څخه مننه وکړه او وویل چي تل یی زموږ سره همکاري کړي ده.
دیادوني وړ ده چي لمړۍ تفاهم نامه د ۱۶۷۸۶۵۷ یو میلون شپږ لکه اته اویا زره شپږ سوه اوه پنځوس ډالرو په ارزښت لاسلیک شوه  له مخي به یې د هرات ولایت په کشک کهنه، انجیل او زنده جان په ولسوالیو کي ۲۷۸۲ اړمنو  کورنیو ته هرې کورنۍ ته په میاشت کي په نغدي ډول ۴۱.۷ ډالرو معادل افغانۍ  د ۵ میاشتو لپاره ورکول کیږي  او د بادغیس ولایت په مقر، بالامرغاب او غور مارچ په ولسوالیو کي به ۲۷۸۳ اړمنو کورنیو ته هري کورنۍ ته په میاشت کي د۴۱.۷ ډالرو معادل افغانۍ د ۵ پنځو میاشتو لپاره ورکول کیږي.
او دوهمه تفاهم نامه چي د  ۷۲۲۸۴۸۰ اوه میلونه  دوه لکه اته ویشت زره څلور سوه اتیا ډالرو په ارزښت لاسلیک سوه له مخي به یې د فاریاب ولایت کې له ١١١١٠ او بادغیس ولایت کې له ١١١٠٩ اړمنو کورنیو سره چې په ټوله کې ٢٢٢١٩ کورنۍ کېږي نغدي مرستي به ورسره وشي. 
چي هرې کورنۍ ته به په هره میاشت کې د ٣٧،٥ امریکایي ډالرو په ارزښت نغدي مرسته د شپږو میاشتو لپاره ورکول کېږي چې په شپږو میاشتو کي به د فاریاب او بادغیس په ولایتونو کې په ټوله کې  د ۴۹۹۹۲۷۵ امریکایي ډالرو په ارزښت نغدي پیسې ووېشل شي.
همداراز هغه ٥٥٠ کورنۍ، چې په تېره مرحله کې له وېش څخه پاتې شوي دي په همدغه تفاهم کي شاملي دي.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۸ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادار

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .