له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAART موسسې ترمنځ د ۶۶۰,۱۵۸ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۲۳:۱۵
news image

نن د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان د بیارغونې او تخنیکي روزنې لپاره د ډنمارک د مرستو موسسې (DAART) د پروګرامونو له مسؤل محترم سلیم کوهي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب لومړی د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست وويل او د دې موسسې د اوسنۍ پروژې په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي دغه پروژه د اړمنو او زیانمنو خلکو د ملاتړ په برخه کې یو ښه اقدام وباله او زیاته یې کړه چې موږ هڅه کوو ستاسې چارې ژر تر ژره پرمخ یوسو تر څو تاسو هم وکولای شئ پروژه په چټکۍ او ښه کیفیت سره پلي کړئ.
همداراز، د DAART موسسې د پروګرامونو مسؤل، سلیم کوهي، د دې ادارې چارې بې‌ساري شفافې او چټکې وبللې او ډاډ یې ورکړ چې په فاریاب ولایت کې د کورونو د جوړولو او ترمیم پروژه به په غوره ډول پلي کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دې ناستې په پای کې یوه تفاهم‌نامه ټولټال د ۶۶۰،۱۵۸ ډالر په ارزښت د دواړو ادارو ترمنځ لاسلیک شوه. د دې تفاهم‌نامې له مخې، ټاکل شوې ده چې د فاریاب ولایت په دولت‌ آباد او بلچراغ ولسوالیو کې به ۱۳۲ کورنیو ته د کورونو د اساسي ترمیم په موخه، هرې کورنۍ ته ۵۵۰ ډالر او د ۱۳۳ کورنیو ته به د جزئي ترمیم په موخه، هرې کورنۍ ته ۳۳۰ ډالر په دوو قسطونو کې ووېشل شي.
همدارنګه، ۸۸ کورنیو ته به د یوې خونې کور د جوړولو لپاره، هرې کورنۍ ته ۲۰۰۳ ډالر او ۸۸ نورو کورنیو ته به د دوو خونو لرونکو کورونو د جوړولو لپاره، هرې کورنۍ ته ۲۶۴۶ ډالر په درې قسطونو کې ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۱ 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ADWSO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۴۷
Background image

د پنجشیر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له خطر سره مخ ۹ سیمې سروې او تثبیت شوې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زیان‌منونکو سیمو د پېژندنې او ارزونې د بهیر په دوام، د رُخه ولسوالۍ د ګلزنګر او حصارک کلیو د هغو ۹ سیمو سروې او تخنیکي ارزونه کړې چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۱۷
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بېلابېلو ولسوالیو کې د سیلاب له امله تړل شوي سړکونه پرانیستل او د مانده، ویالو او سېلابي لارو د پاکولو چارې دوام لري

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو، د عامه زیربناوو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .