له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AAR japan نړیوالې موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ شنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي د AAR japan نړیوالې موسسې له رئیس، محمد بشیر باصر، سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې کتنه کې، ترابي صاحب ټینګار وکړ چې په هېواد کې د ټولو موسسو لپاره د بشردوستانه فعالیتونو د ترسره کولو په موخه زمینه برابره ده او دا اداره هڅه کوي تر څو له هغه بنسټونو سره چې د هېواد په ولایتونو کې فعالیتونه ترسره کوي همکاري وکړي او د مرستو د رسولو په برخه کې ورته زمینه برابره کړي.
هغه زياته کړه، چې د دې ادارې ولايتي ریاستونو ته لارښوونه شوې ده، چې له موسسو سره همکاري وکړي او د هغوى ستونزې پر وخت هوارې کړي.
په همدې حال کې، د AAR japan موسسې رئیس، محمد بشیر باصر له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست ته، له موسسو سره د همکارۍ د کولو له امله د مننې ترڅنګ وویل، چی دغه موسسه هڅه کوي چې د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي او دا مرستې په خپل وخت اړمنو کسانو ته ورسوي.
د دې تفاهم نامې پر بنسټ د غزني ولایت په اندړو، جغتو او ده یک ولسوالیو کې د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي د کچې د لوړولو او د غزني ولایت په رشیدانو او زنه خان ولسوالیو کې پر اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش په برخه کې د ۱۹۰،۴۰۵ ډالرو په ارزښت پروژه پلې کېږي.
د يادونې وړ ده، چې د يادې تفاهم نامې له مخې به په يادو ولسواليو کې ٨،٩٦٠ تنو ته د قلمونو، کتابچو، بروشرونو او نورو ښوونيزو توکو د وېش ترڅنګ د پوهاوي يو پروګرام په لاره واچول شي او په يادو سيمو کې به د پوهاوي ۲۸ بلبورډونه هم نصب شي.
همدارنګه، د غزني ولايت د رشیدان او زنه خان ولسواليو اړوند ٧٠٠ مستحقو، هرې کورنۍ ته به ٥٠ کيلو اوړه، ١٠ ليټره غوړي، ٢٤،٥ کيلو وريجې، ٧ کيلو بوره، ١ کيلو چاى، ١ کيلو مالګه او ٨ کيلو دال نخود ووېشل شي.
نېټه: ١٤٤٦/١١/١٣ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره