له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورني نړیوالي کمیټې IRC ترمنځ د ۱۱,۴۵۶,۲۵۷ (یوولس میلونو څلور لکه شپږ پنځوس زره دوه سوه اوه پنځوس) امریکایې ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شوه
نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د ژغورني نړیوالي کمیټې د رئیسې اغلي شرین حسن ابراهیم، د پروګرامونو مسؤل بوستان فهیم، د ارتباطاتو او بشري لاس رسي معاون ضیا الله صدیقي او د اړیکو مسؤل احمدضیا سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب د ژغورني نړیوالي کمیټې رئیسې او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو، نن یو داسې هوکړه لیک لاسلیک کوو چي په هغه سره زموږ ولس ته نغدي مرستي رسول کیږي او د یادي مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه یې ځانګړې مننه وکړه او وویل چي تاسو باید خپل مرستي جاري وساتۍ ترڅو ولس مو د خدماتو څخه برخمن سي او زیاته یې کړل چي ژمنۍ مرستي باید د ژمي په موسم کي وویشل سي تر څو خلګ د ژمني توکو څخه استفاده وکړي او پر وخت د مرستو څخه برخمن سي.
د IRC کمیټې رئیسې اغلي شرین حسن ابراهیم له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې د ټولو کارکونکو څخه مننه وکړل چي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي او ترڅنګ ئې وویل چي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره باید بیلابیل مؤسیسات او نړیوال سازمانونه بیلابیلي مرستي وکړئ.
د یادوني وړه ده چي یاد هوکړه لیک د ۱۱,۴۵۶,۲۵۷ (یوولس میلونو څلور لکه شپږ پنځوس زره دوه سوه اوه پنځوس) امریکایی ډالرو په ارزښت لاسلیک سو او د دې هوکړه لیک له لورې به په کابل ، بامیان ، لوګر،خوست،پکیتا،هلمند، هرات،بادغیس، کندوز ، ننګرهار، او لغمان ولایتونو کي اړمنو کورنیو ته نغدي پیسې وویشل شي.
① ۱۳,۱۶۰ کورنیو ته د خوراکي توکو لپاره نغدۍ پیسې ویشل کیږې چي هرې کورنۍ ته به د ۸ میاشتو لپاره هره میاشت ۴۰ ډالره یا د هغه معادل افغانی ورکړل شي چې هره کورنی به ټولټال ۳۲۰ ډالره تر لاسه کوې.
②۵,۱۹۰ کورنیو ته د ژمنۍ توکو لپاره نغدي پیسې ویشل شي چي هرې کورنۍ ته به یو ځل ۳۳۱ امریکایی ډالره یا د هغه معادل افغانی وویشل شي.
③ ۷,۸۱۰ کورنیو ته د لومرنیو ارټیاوو لپاره نغدۍ مرسته وویشل شي چي هرې کورنۍ ته به یو ځل ۳۱۲ امریکایی ډالره یا د هغه معادل افغانی وویشل شي.
په ورستیو کي د دواړو خواوو پر ګډو همکاريو د دوامداره مرستۍ غوښتنه وسوه.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۹ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې د امادګۍ ملي اداره