له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هنګرې نړیوالو مرستو موسسې ترمنځ د ۵۹۱،۸۹۵ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۲۳:۱۴
news image

نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د HIA موسسې له رئیس، محترم احمد خالد عمري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او نوموړي زیاته کړه، چې موږ د مؤسسو لپاره د پام وړ آسانتیاوې رامنځته کړې دې او همدارنګه یې ورسره د هرډول مرستو د کولو ډاډ ورکړ، ترابي صاحب وویل له مؤسسو څخه مو دا غوښتنه ده چې خپلې پروژې په چټک او شفاف ډول سره تطبیق کړي.
ورپسې، د HIA موسسې رئیس، محترم احمد خالد عمري، د خپلې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې په موږ د خپلو پروژو په تطبیقولو کې مستحقو کورنیو او وګړو ته لومړیتوب ورکوو او همدارنګه موږ به ستاسو د یو مامور په حیث له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مسؤلینو سره په همغږۍ خپل فعالیتونه ترسره کوو.
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د پنځه سوه، یو نوي زره او آته سوه او پنځه نوي (۵۹۱،۸۹۵) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه، چې د دې تفاهم‌نامې له مخې، به د فاریاب ولایت په ټولو ولسوالیو او د بادغیس ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۵۵،۱۸۶ بېوزله کورنیو ته په دوه پړاوونو کې خوراکي او نغدي مرستې په لاندې ډول ووېشل شي.
لومړی پړاو: ۵۳،۳۸۱) کورنیو هرې یوې ته به د یو کال لپاره هره میاشت ۲۹۰۰ افغانۍ، ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۷۲ کیلو غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال او ۰.۵ کیلو مالګه ووېشل شي.
دوهم پړاو: د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو ۱،۸۰۵کورنیو ته به ۲،۹۰۰ افغانۍ نغدي پيسې، ۱۰۰ کیلو اوړه،۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۶ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه د دوو میاشتو لپاره  په یو ځل ووېشل شي.
 
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۷
Background image

د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د ١٠٠ متره تړل شوی سړک پرانیستل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د دې ولایت د جلریز ولسوالۍ په سنګلاخ حوزې راقول سیمه کې د غر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابونو له امله د زیانمنو سیمو سروې پیل کړې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو موسسو په همکارۍ د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د زیانمنو سیمو د سروې لړۍ پیل کړې ده، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۸
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کوچیانو ۹۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د وسف موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، اندخوی په څلورګونو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .