له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د نو آنلوس نړیوالې مؤسسې ترمنځ ټولټال د اته پنځوس زره او څلور سوه او اته ویشت (۵۸,۴۲۸) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه
نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د نو آنلوس مؤسسې له مرستیال فیضان احمد کاکړ سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب د یادې مؤسسې مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې زیانمنې داسی کورنۍ شته چې مرستو ته زیاته اړتیا لري، او اړینه ده چې ټولې همکارې مؤسسې او سازمانونه د دغو کورنیو سره د رسېدنې لپاره اغېزمنه همکاري وکړي، څو هغوی وکولای شي له بشري مرستو څخه برخه منې شي.
همداراز، محترم ترابي صاحب له یادې مؤسسې څخه وغوښتل چې د وقایوي پروژو د پلي کولو او د ښویېدو له خطر سره مخ د لویو ډبرو د له منځه وړلو په برخه کې هم له دې ادارې سره همکاري وکړي.
په مقابل کې، د نو آنلوس مؤسسې مرستیال فیضان احمد کاکړ د ادارې له لوی رئیس څخه د چارو د چټکتیا او له مؤسسو سره د اغېزمنې همکارۍ له امله مننه وکړه او د نوې پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغه زیاته کړه چې دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لومړیتوبونو پر بنسټ ترتیب شوې دي.
د غونډې په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ د اته پنځوس زره او څلور سوه او اته ویشت (۵۸,۴۲۸) ډالرو په ټولیز ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې د دې تفاهمنامې له مخې به، د بامیان ولایت په مرکز کې ۱۰۷ زیانمنو کورنیو ته دوه پړاوه خوراکي او یو پړاو غیرخوراکي مرستې وېشل کېږي. په دې توګه، چې هرې کورنۍ ته به ۱۰۰ کیلو اوړه، ۷ کیلو لوبیا، ۵ لیټره غوړي، ۱ کیلو چای، ۷ کیلو بوره، ۵ کیلو وریجې او یوه روغتیایي بسته چې ۱۷ قلمه توکي لري، ووېشل شي. سربېره پر دې، د دغو کورنیو لپاره به د تغذیې او حفظالصحې په اړه د پوهاوي ورکولو پروګرامونه هم ترسره کېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
