له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د لاس په لاس موسسې (HIHAO) ترمنځ د ٣٩٨,١٦٨ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۶:۵۰
New image

نن سهار (پنجشنبه)، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د لاس په لاس موسسې (HIHAO)  له اجرائیوي رئیس ډاکټر احمد کامران حکمتي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
ترابي صاحب په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې زما د کار پالیسي د موسسو لپاره د مرستو رسولو او د هغوی د فعالیتونو زمینه برابرول ده، او هڅه کوم چې د دوی چارې پر خپل وخت ترسره کړم. هغه همداراز له مؤسسو وغوښتل چې د خپلې بودجې زیاته برخه د وقایوي پروژو لپاره ځانګړې کړي چې خپلې چارې باید په چټکۍ او روڼتیا سره ترسره کړي. 
ورپسې، ډاکټر احمد کامران حکمتي، د لاس په لاس مؤسسې اجرائیوي رئیس، د تفاهم‌نامې جزئیات وړاندې کړل او ویې ویل چې په دې پروژه کې د کورنیو لپاره د نغدي مرستو برابرولو، د خوراکي توکو چمتو کولو، او همداراز د سبزیجاتو اصلاح‌شوي تخمونو او کرنیزو وسایلو د وېش پروګرامونه شامل دي، چې د هرات ولایت په پنځو ولسوالیو کې به بزګرانو ته ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې دا مؤسسه به د ۳۹۸,۱۶۸ ( ٣ لکه، ٩٨ زره او ١۶۸) ډالرو په ارزښت، په څلورو پړاوونو کې، ۱,۲۷۷ کورنیو هرې یوې ته ۱۶۸ ډالر په پښتون‌زرغون، غوریان، گلران، اوبه، او کشک ولسوالیو کې وویشي. سربېره پر دې، ۱,۷۰۰ بزګرانو ته به په همدې ولسوالیو کې د سبزیجاتو اصلاح‌شوي تخمونه او د ۵۰ ډالرو په ارزښت کرنیز وسایل هم وویشل شي.

نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .