له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي پراختایې او ټولنیزي مؤسیسې تر منځ د یو سل شل زره څلور سوه نهه (۱۲۰,۴۰۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه
نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د رازي پراختایی او ټولنیزي مؤسیسې د رئیس محمود خان رحماني سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ښاغلې ترابي صاحب د رازي پراختایې او ټولنیزي مؤسیسې رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي نن یوه داسي تفاهم نامه لاسلیک کوو چي په هغه سره زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستي رسول کیږي او د یادي مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه یې ځانګړي مننه وکړه او وویل چي یادي مرستي باید جاري وساتي ترڅو زیانمني کورنۍ مو د خدمتونو څخه برخمن سي.
همدرانګه، ښاغلې ترابي صاحب زیاته کړل چي د ټولو موسیساتو او سازمانونو څخه مو غوښتنه داده چي د طبیعي او غیرطبیعي پېښو پر وړاندي د وقایې په برخه کي لازمي همکارۍ وکړي.
د یادي مؤسیسې رئیس، ښاغلې محمود رحماني له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس څخه مننه وکړل چي یاده اداره زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي او د یادې ادارې د ټول کاري ټیم څخه یې مننه وکړل او وویل چي موږ به ډیر ژر یادي مرستي د هرات ولایت زیانمنو او مستحقو کورنیو ته وویشو.
د یادوني وړه ده، یاده تفاهم نامه چي د یو سل شل زره څلور سوه نهه (۱۲۰,۴۰۹) ډالرو په ارزښت لاسلیک سوه، له مخي به یې د هرات ولایت په ۱۵ ناحیو کي ۱۱۰۴ بي وزله او مستحقو کورنیو ته د ۱۲ میاشتو لپاره هري کورنۍ ته په هره میاشت کي ۲۹۰۰ افغانۍ ورکول کیږي.
نیټه: ۱۴۴۷/۳/۱۷ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
