له پېښو سره د مبارزې آمادګۍملي ادارې سرپرست په افغانستان کې د آغا خان د پراختیايي شبکې له همغږي کوونکي او اجرائیوي رییس سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۸:۴۲
news image

نن ورځ سه شنبه وروسته له غرمې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، په افغانستان کې د آغا خان د پراختیایي شبکې له همغږي کوونکي او اجرائیوي رئیس، ډاکټر نجم الدین نجم، د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې له اجرائیوي رییس، راحت الله بیک، د آغا خان بنسټ له مرستیال، عبدالضیاء نوري او د هستوګنې لپاره د آغا خان موسسې د اړیکو او حقوقي سلاکار، عصمت الله عصمتي سره وکتل او د پېښو د مدیریت په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې، ترابي صاحب په افغانستان کې د آغا خان د پراختیایي شبکې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، چې د اقلیم بدلون ټوله نړۍ اغېزمنه کړې او افغانستان هم ترې مستثنی نه دی. دا بدلونونه په هېواد کې د طبیعي پېښو لکه سېلابونو، واورې ښویېدو او نورو طبیعي پېښو د زیاتوالي لامل شوي دي.
هغه زیاته کړه، پر طبیعي پېښو سربېره غیر طبیعي پېښو لکه اورلګېدنې او د کډوالو جبري راستنېدل هم زموږ خلک اغېزمن کړي دي او د ا.ا.ا د پېښو د مدیریت او د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره له ټولو شته امکاناتو څخه کار اخیستی دی. خو دا امکانات کافي نه دي او په دې برخه کې له مرستندویه بنسټونو او سازمانونو د همکارۍ غوښتنه کوو.
ترابي صاحب همدا راز، په هر ولایت کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د وقایوي پروژو د پلي کولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لارښوونې ته اشاره وکړه او له ټولو بنسټونو یې وغوښتل، چې په دې بشري او اساسي پروژو کې فعاله ونډه واخلي. نوموړي دغه راز په تورخم کې د ۴۰۰ کورنیو لپاره د یوه معیاري پنډغالي د جوړېدو یادونه وکړه او کډوالو ته د رسېدنې په برخه کې یې د آغا خان بنسټ د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، د آغا خان د پراختیایي شبکې همغږي کوونکي، ډاکټر نجم الدین نجم، له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د ملاتړ څخه د مننې په ترڅ کې وویل، چې د آغا خان پراختیايي شبکې او د دې ادارې ترمنځ یوه ګډه تخنیکي کمېټه جوړه شوې او موږ د پېښو د مدیریت برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.
هغه همدارنګه، په بېلابېلو برخو کې د آغا خان بنسټ فعالیتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د نړیوالو همکارانو په مرسته د پېښو د مدیریت په برخه کې یوه مهمه پروژه تر کار لاندې ده، چې په بشپړېدو سره به یې د پېښو د مدیریت په برخه کې د هېواد ظرفیتونه د پام وړ لوړ شي.
په پای کې دواړو لوریو د پېښو مدیریت او د کډوالو وضعیت ته رسېدنې په برخه کې د همغږۍ او همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.

نېټه: ١٤٤٦/١١/١ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رئیس سره وکتل

نن ورځ د سه‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رئیس، سټیفن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د آذربایجان هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه آنلاین غونډه ترسره شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تخنیکي کمېټې مسؤل محترم برهان‌الدین شینواري او د ماین پاکۍ چارو ستر سلاکار محترم ډاکټر ایمل صافی او د آذربایجان هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱,۵۸۶ کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هنګري موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .