له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په کابل ولایت کي د ۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۴:۳۴
تصویر خبر

نن ورځ یک شنبه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د یوې غونډي په ترڅ کي چي د اضطرار رئیس محترم قاری خوشحال د کابل ولایت له پیښو سره د مبارزې امادګۍ رئیس محترم مولوی نجیب انوری او د ښه ګاونډیانو نړیوالي مؤسیسې رئیس نقیب الله هم ګډون درلود  ۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي وویشل.
د یادي ادارې سرپرست ترابي صاحب وویل چي زموږ په هیواد کي زیات خلګ طبیعي د او غیر طبیعي پیښو ځپلي دي چي یوه برخه یی هم سیلاب ځپلي کورنۍ دي چي په تیرو ورځو کي مو د کابل ولایت د ۹ ناحیې او بیلابیلو ساحو د سیلاب ځپلو کورنیو څخه سروې کړي ده چي نن مرسته ورسره کوو.
همدارنګه ترابي صاحب وویل چي نن ورځ هري کورنۍ ته یو راشن مواد چي یو پارسل  ۲۵ کیلو ورجي، یو پارسل ۵۰ کیلو اوړه او د ښه ګاونډیتوب نړیوالي مؤسیسې لخوا یو کیټ، چي ۱۶ قلمه د کوچنیانو د اغوستو  ژمنی توکي شامل دي، مرسته وشول.
سیلاب ځپلو کورنیو له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه ځانګړي مننه وکړه چي تل یی پر وخت مرسته ورسره کړي ده اوهمیش یی د زیانمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړي ده.

 نیټه: ۱۴۴۶/۴/۲۴ هــ ق   
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .