لغمان کې (۴۰۰) بې وزلو، یتیمو او معلولینو سره مرسته وشوه
دوشنبه/ د اسد ۱۷ مه
لغمان ولایت کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ریاست له لوري (۴۰۰) بې وزلو، یتیمو او معلولینو سره مرسته وشوه، دغه مرسته کې هرشخص ته (۵۰) کیلو اوړه، یو د اوبو ستل، دست پاک او د غاښونو کریم شامل و.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې رئیس قاري خیرمحمد غازي باختر اژانس ته وویل چې یاده مرسته د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت له لوري رالیږل شوې وه چې نن پر (۴۰۰) کورنیو توزیع شوه.
نوموړی وایي د دغو (۴۰۰) کرونیو سروې مخکې ترسره شوې وه چې ترټولو زیات بې وزلو، یتیمو او معلولینو ته نن په منظم ډول توزیع شوه.
