سمنګان او جوزجان ولایتونو ته خوراکي مرستې ولېږدول شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ، تېره ورځ، د احتمالي پېښو له امله زیانمنو ته د رسېدنې په موخه خوراکي مرستې د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ګدامونو څخه سمنګان او جوزجان ولایتونو ته ولېږدول شوې.
د یادونې وړ ده چې، جوزجان ولایت ته ۳۰۰ بورۍ اوړه او ۳۰۰ بورۍ وریجې او سمنګان ولایت ته ۵۰۰ بورۍ اوړه ولېږدول شول او د یادو ولایاتو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو په ګدامونو کې ځای پر ځای شول.
نېټه: ۱۳/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره