د ۶۸۵ زره او ۷۶۰ امریکایي ډالرو په مجموعي ارزښت د بشري مرستو د همغږۍ موسسې (OCHR) سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۳:۱
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، نن ماسپښین په خپل کاري دفتر کې د بشري مرستو د همغږۍ موسسې (OCHR) اجرائیوي رئیس محترم عبدالبصیر حقمل سره وکتل، او د دې موسسې د  پروژې جزئیات یې تر اورېدو وروسته، د ګډې همکارۍ هوکړه لیک یې ورسره لاسلیک کړ.
په دې غونډه کې، محترم ترابي صاحب په بېلابېلو ولایتونو کې د بشري مرستو د موسسو فعالیتونو څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل چې موږ د هغوی لپاره د اغېزمنو فعالیتونو زمینه برابروو او د راتلونکي ژمي په نظر کې نیولو سره باید مرستې له پخوا ډېرې شي او زیانمنو ته د رسېدنې بهیر له پخوا چټک پر مخ ولاړ شي.
په همدې حال کې، ښاغلي حقمل د مرستندویه بنسټونو سره د دې ادارې د همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دوی په بادغیس، لغمان او نورستان ولایتونو کې د ۱۸۷۶ زیانمنو کورنیو سره د ژمي د مرستو یوه پروژه تر لاس لاندې لري چې د دې هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته به یې د پلي کېدو بهیر بې له ځنډه پیل شي.
د یادونې وړ ده چې د دې هوکړه لیک له مخې، ۱۸۷۶ زیانمنو کورنیو ته د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ، د لغمان ولایت علیشنگ او علینگار ولسوالیو او د نورستان ولایت دو آب، مندول او نورگرام ولسوالیو کې نغدي مرسته ویشل کېږي، په داسې ډول چې ۶۲۹ کورنیو ته په نورستان، ۴۱۲ کورنیو ته په لغمان او ۸۳۵ کورنیو ته په بادغیس ولایت کې هرې کورنۍ ته د ۲۰۰ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ وېشل کېږي.

همدارنګه له دې جملې څخه به ۹۳۸ بې وزلو کورنیو ته د ژمي مرستې ویشل کېږي چې په دې مرستو کې: د ماشومانو لپاره ۵ جوړه جاکټونه،  ۲ جوړه نارینه جاکټونه، ۲ جوړه ښځینه شالونه، ۲ پتو، ۲ جوړه نارینه بوټونه، ۴ جوړه د ماشومانو بوټونه، ۱۲ جوړه جرابې، ۴ جوړه د ماشومانو دستکشونه او ۴ جوړه د ماشومانو خولۍ شاملې دي، چې د دې مرستې د هرې کڅوړې  ارزښت ۷۴ ډالر دی. همدارنګه، ۴ تختې یو نفره کمپلې او ۲ تختې دوه نفره کمپلې چې ارزښت یې ۵۷ ډالر دی هم ویشل کېږي.

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .