د ۳ شهیدانو ورثه ته په نیمروز ولایت کې نغدي مرستې ووېشل شوې
د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۳ کورنیو ته چې د کورنۍ غړي یې د طبیعي پېښو له امله شهیدان شوي و، نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د یاد ولایت والي محترم شیخ محمد قاسم خالد او د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مشر محترم الحاج مولوي محمد قاسم محمد په شتون کې د هر شهید کورنۍ ته ۲۰۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره