د ۱۴ شهیدانو کورنیو ته په نورستان ولایت کې نغدي مرستې ووېشل شوې

نورستان- د وږي ۲۳مه-۱۴۰۱
د نورستان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په کامدېش، واما ولسوالیو او مرکز کې د ۱۴ شهیدانو کورنیو ته له بشپړې سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې د دغو مرستو په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ زره نغدي افغانۍ ووېشل شوې.
