د یونیسف او د کډوالۍ نړیوال سازمان استازو د نیمروز ولایت د پل ابریشم په سیمه کې د دې ادارې په پنډغالي کې د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه وکړه

tamim_azimi
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۲۱:۵
news image

تیره ورځ شنبه، د یونیسف د دفتر استازې مېرمن ماریا بېګم او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) استازي محمد المصري د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله، د پل ابریشم په سیمه کې له ایران څخه د را اېستل شویو اجباري راستنېدونکو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په معیاري پنډغالي کې د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه د یادې ادارې د داخلي پلټنې آمر, قاري محمد یاسین او د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد قاسم محمد په شتون کې لیدنه وکړه.
محترم قاري محمد یاسین د یادو سازمانونو مسؤلینو ته په پنډغالي کې د کډوالو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په ټولو خېمو کې د هوا یخولو لپاره کولرونه موجود دي، هغوی ته درې وخته ګرم خواړو ورکول کېږي او د انسانانو نورو لومړنیو اړتیاوو ته په کې ځانګړې پاملرنه شوې ده او کارکوونکي بې له ځنډه د کډوالو په خدمت کې بوخت دي.
په همدې حال کې، د دواړو ادارو مسؤلینو د یاد پنډغالي له جوړېدو هرکلی وکړ او د مرستندویو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ. هغوی ژمنه وکړه چې، په نن او سبا کې به په پنډغالي کې د کلینیک او د ماشومانو د لوبو لپاره دوه کونکسونه را انتقال کړي، د کلینیک لپاره به څو تنه ډاکټران او نرس په معاش وګماري او د دې ترڅنګ د پنډغالي شاوخوا به یو منظم سیم خاردار هم واچول شي. 
 
نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳۵
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۷۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱۹۷ داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس د لارښوونې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۱۹۷ داخلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۳
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په ګیلان، مقر، اندړ، ده یک ولسوالیو او مرکز کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۲۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .