د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په ملاتړ، د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د تېرې زلزلې له امله ۹۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په بهیر کې، د مسوولینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د نغدي مرستې د دویم قسط په توګه یو لک او اووه زره او شپږ سوه او لس (۱۰۷,۶۱۰) افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول د یادو کورنیو لپاره لس میلیونه او پنځه لکه او پنځه څلوېښت زره او اووه سوه او اتیا (۱۰٫۵۴۵٫۷۸۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د وېش له بهیر څخه د مننې ترڅنګ، د زیانمنو کسانو د اړتیاوو د پوره کولو او د مرستو د وېش په بهیر کې د روڼتیا د رامنځته کولو په برخه کې د مسوولینو له همکارۍ خوښي څرګنده کړه.
