د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یو چاودېدونکی توکی کشف او خنثی شو
د کندهار ولايت له پيښو سره دمبارزې امادګي رياست د DRC ماين پاکي مؤسسې د (AIM-01) ټيم په ملاتړ، د یاد ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ناګانده کلي کې یو ناچاوده توکی کشف او خنثی کړ.
یاد ټیم د دې عملیاتو په ترڅ کې يو عدد په لاس جوړ شوی بشکه یي ماين کشف او په خوندي توګه له منځه یوړلو.
د کندهار ولايت له پيښو سره دمبارزې امادګي رياست له خلکو غوښتنه کوي چي د هر ډول چاودیدونکي او مشکوک توکي د ليدلو په صورت کې دي ژر تر ژره له اړوند مسؤلینو سره اړیکه ونیسئ چي تر څو يي د له منځه وړلو لپاره پر وخت اړین اقدامات ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/٩/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
