د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامیک ریلیف موسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ, د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ, په ارغستان ولسوالۍ کې هغه ۸ کورنۍ چې د سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو یاد شمېر کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې د یاد ریاست مسؤلینو او د موسسې استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۶۷۶۰۰ افغانۍ او په مجموعي توګه ۵۴۰۸۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.
نيټه: ۱۴۴۶/۶/۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره