د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پاکستان د هوایي برید له امله ۵۱ زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۲۸
تصویر خبر

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو له امله د ۲۰ شهیدانو کورنیو او ټپیانو او ۳۱ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې د ۷ شهیدانو کورنیو هرې یوې ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ، ۱۳ ټپیانو هر یو ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې او ۳۱ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو تور چار، دوه تختې کمپلې او ۳ جوړه څپلکې ووېشل شوې. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۶ هـ ق
له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۳۸
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۱ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په شولګره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۲۶
Background image

د پېښو چارو د انسجام  او همغږۍ معین د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګودامونو څخه کتنه ترسره کړه

محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د انسجام او همغږۍ معین، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د دغه ولایت له پېښو سره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۵۲ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د اکټیډ (ACTED) او د اسلامیک ریلیف (IRW) له موسسو سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لاسلیک شويو هوکړه لیکونو له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .