د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۴۹ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۲۲:۵
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، له سروې وروسته د دې ولایت په مرکز کې ۳۴۹ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د مسوولینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ٣٠٠٠ افغانۍ د شپږم پړاو په توګه ووېشل شوې. یادو کورنیو له دې وړاندې د پنځو پړاوونو  مرستې ترلاسه کړې وې او یوازې د دوو نورو پړاوونو مرستې پاتې دي.
همدارنګه؛ د نغدي پیسو مرستې به ٩٥١ کورنیو ته په راتلونکو ورځو کې ووېشل شي.

نېټه: ١٤٤٦/٩/٢٦ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۲:۵
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د طبیعي او  غیر طبیعي پېښو له امله ۱۲۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۷۲ مستحقو کورنیو ته ۸,۴۹۶,۰۰۰ افغانۍ ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۲۲:۵۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه څلورمه تخنیکي غونډه ترسره شوه

نن سهار پنجشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه څلورمه تخنیکي غونډه، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، حافظ محمد یوسف حماد،. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .