د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۳۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۳۹
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د کابل ښار اتمې او اوولسمې ناحیو اړوند ۳۳۸ زیانمنو کورنیو ته د ژمني توکو او جامو پېرلو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست رئیس محترم مولوي نجیب الله انوري او د موسسې استازي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې په دې پروګرام کې په ټولیز ډول د هرې کورنۍ لپاره د ۳۲۰ ډالرو معادل افغانۍ په پام کې نیول شوي چې په اتو قسطونو کې به یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شي.
ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکو له یاد ریاست او موسسې څخه د مرستو په پار مننه او خوښي څرګنده کړه او د مرستو د دوام غوښتنه او د اسلامي امارت د بقا لپاره یې دعا وکړه. 

نېټه:۱۴۴۶/۶/۱۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په څلورو ولسوالیو کې د سیلابونو ځپلو کورنیو د سروې بهیر پیل کړ

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بشري مرستو د ترلاسه کولو مستحقو او زیان‌منو کورنیو د پېژندنې په موخه، د دغه ولایت په څوکۍ، منوره، سرکاڼو، او چپه دره ولسوالیو کې د سروې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .