د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ۲۰۳ زیانمنو کورنیو باندې په خاک جبار ولسوالۍ کې خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۲۲:۴۳
تصویر خبر

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په خاک جبار ولسوالۍ کې، د تېرو مرستو په دوام په ۲۰۳ اړمنو او زیانمنو کورنیو باندې خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې له دغو ۲۰۳ کورنیو څخه یې ۱۵۳ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې او ۵۰ نورې یې اړمنې کورنۍ وې، چې یاد شمېر کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې.
په دغه لړۍ کې هرې کورنۍ ته یوه ۵۰ کیلویي بورۍ اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، د ۱۴ قلمه توکو یو روغتیایي کېټ، یوه چریکي بستره او یوه تخته کمپله ووېشل شوه.
د مرستو د وېش پرمهال، د کابل ولایت پېښو ته رسېدنې آمر وویل چې الله (ج) د موږ او تاسې ټول له طبیعي پېښو څخه خوندي ولري.
د یادونې وړ ده چې د مرستو تر لاسه کوونکو د دې مرستو له وېش څخه د مننې او قدرداني تر څنګ مسؤلینو ته له دې امله چې دوی تل له خلکو سره مرستې کوي ورته د خیر دعا وکړه.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د STORM-MDU-01 تخنیکي ټیم د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په سه توتک کلي کې د روسانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په شتل ولسوالۍ او مرکز کې ۹۸ مستحقو کورنیو او د عام المنفعه پروژو کارګرانو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د کندهار ولايت په لوړ ميوند ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د MDU-RMC-02 ټیم د کندهار ولايت لوړ ميوند ولسوالۍ د آسوده کلي په سیمه کې د روسانو د وخت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .