د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په موسهي ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړولو کار پیل کړ

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۲:۲۳
تصویر خبر

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د لارښوونې پربنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د موسهي ولسوالۍ په سربند سفلي کلي کې، د ۵۰ متره اږدوالي او ۵ لوړوالي په درلودلو سره د یو استنادي ديوال د جوړولو چارې، چې تمویلوونکې یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ده، د نه سوه او اوه ویشت زره او پنځه سوه (۹۲۷،۵۰۰) افغانیو په ارزښت پیل کړې. 
د یاد استنادي دیوال د پرانستنې مراسمو کې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، محترم رئیس، د موسهي ولسوالۍ مسؤلینو، مخورو سين ږیرو او اړوند مسؤلینو شتون درلود، په دې مراسمو کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ محترم رئيس وویل، دا پروژه په راتلونکي کې د سېلابونو له زیانونو او خطرونو څخه د خلکو د ځان او مال د خونديتوب په موخه ترسره کېږي. 
په پای کې د سیمې خلکو د یادې پروژې د پلي کېدو په موخه خوښي څرګنده کړه او د دې نظام د بقا او ثبات لپاره یې د خیر دعا وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۶ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۲:۱۴
Background image

د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د ویالو او کانالونو د پاکولو پروژې دویم پړاو پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زرنج ښار د ویالو او کانالونو پاکولو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز په قندهاري تپه علي کلي کې د زیانمن شوي سړک د بیارغونې د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خلکو د تګ راتګ ستونزو د حل په موخه د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۱۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د میدان. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .