د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په فرزه ولسوالۍ کې د استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړ

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۱۱
تصویر خبر

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د شفقت له مخې، چې د کابل ولایت د هرې ولسوالۍ او د هېواد د ټولو ولایتونو هر یو لپاره یې یوه یوه وقایوي بېړنۍ پروژه د یو میلیون افغانیو په ارزښت منظور شوې ده او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او مخنیوي په موخه، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس, الحاج مولوي نجیب الله انوري, د مرکزي ادارې استازو, د فرزه ولسوالۍ ولسوال, علماوو او د مشرانو په شتون کې د فرزه ولسوالۍ په حسن خیل کلي کې د خطر د کمولو پروژه رسماً پیل شوه.
د پروژې د مراسمو په پرانست غونډه کې, د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس, د پروژې د بنسټ ډبره کېښوده او ویې ویل، چې دا پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړې پاملرنې له مخې عملي کېږي، څو د طبیعي پېښو خطرونه په زیانمنو او له خطر سره مخ په سیمو کې راکم شي او له راتلونکو زیانونو او تلفاتو، په ځانګړي ډول د سیلابونو له خطرونو څخه مخنیوی وشي.
د حسن‌خېل کلي سیمه له دې وړاندې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍریاست د انجنیرۍ ټیم له‌خوا سروې او تثبیت شوې وه.
د استنادي دیوال دا پروژه د ۸۰ متره په اوږدوالي او ۳.۹ متره په لوړوالي ټولټال د نه سوه اووه دېرش زره او نه سوه اتیا (۹۳۷٬۹۸۰) افغانیو په لګښت پلي کېږي.
له پروژې تر بشپړېدو وروسته به د سیمې اوسېدونکي د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول د سیلابونو له خطره، تر ډېره خوندي پاتې شي.
د سیمې خلکو د دې پروژې له پیل څخه تود هرکلی وکړ او د اسلامي نظام د ثبات او دوام لپاره یې دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو کانال د جوړولو پروژه پرانیسته

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د (AYSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۳ بېځایه شویو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA او د PU-AMI مؤسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو مؤسسو په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دولت آباد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .