د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٠٣ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ, د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ, د کابل ښار اوومې او دریمې ناحیې اړوند زیانمنو کورنیو ته د سون توکو او ژمنۍ جامو پېرلو په موخه نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د څلورم قسط ٢,٨٠٠ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال ٥٦٨,٤٠٠ ( ٥٦٨ زره او ٤٠٠ ) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده چې یاد شمېر هرې کورنۍ ته به په راتلونکې کې په اته قسطونو کې ټولټال د ٣٢٠ ډالرو معادل افغانۍ ووېشل شي.
ورته مهال له مرستو برخه منو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې کمېټې څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او د اسلامي نظام د بقا لپاره یې دعا وکړه.
نېټه: ١٤٤٦/٧/٢١
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره