د کابل ولایت له مرکزي سيلو څخه ٢,٠٠٠ بورۍ غنم د لوګر ولایت ته ولېږدول شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښونې له مخې، د هېواد ټولو ولایتونو ته له ولایتي او مرکزي سیلو څخه د غنمو د لېږد بهیر پیل شوی، په همدې چوکاټ کې تېره ورځ شنبه، د (٢,۰۰۰ بوریو) په اندازه ١٠٠ ټنه غنم، له مرکزي سیلو څخه د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته د طبیعي پېښو له امله احتمالي زیانمنو ته د رسېدنې په موخه ولېږدول شول.
د يادونې وړ ده، چې دغه اندازه غنم به د یاد رياست په ګدام کې ذخیره شي او د اړتيا په وخت کې به پر مستحقو او زيانمنو شويو کورنيو باندی هیتی په حضور کی ووېشل شي.
نېټه: ١٤٤٦/١٠/۲٩ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره