د پېښو مدیریت معلوماتي ملي سیسټم د پروژې بیا پیلیدو په پار د همغږۍ غونډې ترسره کېدل

کابل- د وړي ۱۸مه- ۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، سره د محترم مولوي شرف الدین مسلم د پېښو وزارت مرستیال په مشرۍ د افغانستان پېښو معلوماتو د مدیریت ملي سیسټم ننګونو او ستونزو ته د رسېدنې په پار او د یادې پروژې بیا پیلېدو لپاره ګډه تخنیکي غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې په مرکز او ولایاتو کې د کارکونکو ستونزو، د پېښو مدیریت معلوماتي ملي سیسټم بیا کارولو، د وسایلو اخیستلو او د اړوند برخې کارکونکو د ظرفیت لوړلو او د هغوۍ د ستونزو هوارولو په پار لازمې پرېکړې وشوې او همدارنګه په دې برخه کې اړونده بخشونو خپل راپورونه او نظرونه د ستونزو د هوارولو لپاره وړاندې کړل.
په پای کې د کډوالۍ نړیوال سازمان تخنیکي ټیم لخوا د پېښو مدیریت معلوماتي ملي سیسټم د جوړولو، اغیزمنتیا او کارولو په اړه پریزینټیشن وړاندې شو او دواړو خواوو په بشپړې همغږۍ کې د یادې پروژې پر بیا پیلېدو ټینګار وکړ.