د پیښو پر وړاندي چمتووالي ملې اداری اداري غونډه ترسره شوه.

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۰ - ۱۵:۶
Deputy Minister

د اداري غونډه ۱۳۹۸ کال د غبرګولې په ۲۰ نیټه پیښو پر وړاندي چمتووالي ملې اداری د مالي او ادارې مرستیال مطیع الله صافی، رئیسانو او د آمرینو په ګډون د دي اداری غونډو په تالار کي ترسره شوه.
د اداری مالي او ادارې مرستیال، د دي غونډي ترسره کول د ۱۳۹۸ کال عادي او پرمختیایی پروژو د پلې کیدو او پرمختګ په اړه اداری د رئیسانو او آمرینو ته خبرتیا او د راتلونکې کال پروژو د پلان چمتو کول یی مهم وګڼل، او له هغوی څخه یی وغوښتل چي د پروژو په وخت سره پلي کیدو ته دي پام ونیسې.
وروسته رئیسانو او د اداری مسوولینو د پروژو د کار پرمختګ، تدارکاتې مسایلو، بشرې سرچینو، د بودیجي مصرف کول او راتلونکې پلانونو راپور یی په تفصیل سره غونډې ته وړاندي کړ.
ښاغلي صافې د دی غونډی په پایله کې د جمهوري ریاست د چارو اداری لوی ریاست لپاره او د کال په مینځ کې بودیجی په اړه د پروګرام جوړولو لپاره یو جامع او بشپړ سند پر ترتیب ټینګار وکړ، همدارنګه د پرمختیایی پروژو د بودیجي مصرف کولو او اړوندو ریاستونو او څانګو ته د تدارکاتې بهیر چټک کولو په اړه لارښوونې وکړی.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د کندهار ولایت په کور دننه 306 بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کندهار - د زمري 20مه - 1400
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکارۍ, 306 هغو کورنیو ته چې د جنګ او نا امنۍ له امله له مختلفو ناحیو بېځایه او په مرکز کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۹:۱۲
Background image

په کونړ ولایت کې 168 داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کونړ - د زمري 13مه - 1400
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د UNHCR موسسې او د کډوالو چارو ریاست سره په همکارۍ, هغو 168 کورنیو ته چې د جنګ او ناامنۍ له امله د دې ولایت د غازي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۹:۲
Background image

په کنړ ولایت کې ١٠٠ کورنیو سره غیر خواکې مرسته ترسره شوه

کنړ - د زمري١٢مه - ۱۴۰۰
د کنړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست، او د زهیرالله ،او د محمد صافي په شخصی لګښت ١٠٠ کورنیو ته د صحی او پاکو اوبو لپاره کولرې (ترموز)وویشل شول.