د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې کمېټې غونډه ترسره کړه

rahyab
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۶:۱۵
Meeting

د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې کمېټې غونډه نن (سه شنبه، د چنګاښ ۳۱مه) د ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په مشرۍ د ډاکټر مجیب الرحمن څمکنی د پکتیکا ولایت والي، ډګروال نثار احمد عبدالرحیمزی امنیه قوماندان، ښاغلي عزیز عزیز د ولایتي شورا مرستیال، ښاغلي مطیع الله صافۍ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال، د دولتي ادارو رییسانو او د موسسو استازو په ګډون پکتیکا ولایت کې ترسره شوه.
لومړۍ ډاکټر مجیب الرحمن څمکنی د پکتیکا ولایت والي په تیرو کلونو کې د بارانونو، سیلابونو او وچکالۍ د اغیزو له امله د زیانونو یادونه وکړه، او د پېښو څخه زیانمنو ته د رسېدو او د پېښو له خطرونو څخه مخنیوي لپاره د وقایوي برنامو پلي کېدو غوښتونکی شو.
ورپسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې رییس، سږ کال په دغه ولایت کې د سیلابونو پېښېدو د لاملونو او پایلو په اړه معلومات وړاندې کړل، او د وضعیت د ښه والي لپاره یې وړاندیزونه په ډاګه کړل. همدارنګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا، کډوالو او بیرته راستنیدونکو رییسانو او د موسسو استازو د هغوی د فعالیتونو په اړه مفصل راپورونه وړاندې کړل.
وروسته ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته درسېدو په چارو کې د دولت وزیر د ولایت مقام د پلانونو او برنامو له اوریدو وروسته وویل: پکتیکا ولایت ته زموږ د سفر موخه د ستونزو، ننګونو، سیلابونو او وچکالۍ له امله زیانمنو څېړنه او د سیلابونو پر وړاندې د زیانمنو سیمو لیدل دی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د وقایوي برنامو په نیولو سره د طبیعي پېښو مخنیوي او د طبیعي پیښو له زیانمنو سره د مرستې په خاطر د پکتیکا ولایت د طبیعي پیښو پروړاندې د مبارزې عالي کمیټې او نړیوالو موسسو ترمنځ پر لاهمغږۍ ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې، د طبیعي پېښو خطرونو اطلس چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت لخوا چمتو شوی و، د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې عالي کمېټې ته وسپارل شو.

Paktika

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ADWSO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۴۷
Background image

د پنجشیر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له خطر سره مخ ۹ سیمې سروې او تثبیت شوې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زیان‌منونکو سیمو د پېژندنې او ارزونې د بهیر په دوام، د رُخه ولسوالۍ د ګلزنګر او حصارک کلیو د هغو ۹ سیمو سروې او تخنیکي ارزونه کړې چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۱۷
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بېلابېلو ولسوالیو کې د سیلاب له امله تړل شوي سړکونه پرانیستل او د مانده، ویالو او سېلابي لارو د پاکولو چارې دوام لري

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو، د عامه زیربناوو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .