د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په جاني‌خېل ولسوالۍ کې د AYSO مؤسسې د پروژې پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۲۱
news image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت په جاني‌خېل ولسوالۍ کې د AYSO مؤسسې د روانې پروژې د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه او ارزونه وکړه.

دا څارنه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او AYSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې د جاني خېل ولسوالۍ په شنه زای کلي کې ترسره شوه. د دغې لیدنې پر مهال، د پروژې له دریو اساسي برخو، چې د ۲۵۵ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړول، د ۳۶ متره په اوږدوالي د پلچک جوړول او د کاریزونو پاکول په کې شامل وو، څارنه ترسره شو.

د ارزونې پر مهال، د پروژې په بېلابېلو برخو کې ترسره شوي فعالیتونه مثبت وارزول شول. د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، قاري عبدالهادي، د پلي کوونکي ټیم د هڅو د ستاینې ترڅنګ، د موجودو ستونزو د حل په موخه د پروژې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې هم وړاندې کړې.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .