د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۸۶ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AWCPO دفتر په همغږۍ او د خوړو نړیوال پروګرام WFP په ملاتړ، د یاد ولایت د ډنډي پټان او څمکنیو ولسوالیو څخه په لجه منګل ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۳۶۸ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته د دوه یم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره دوه میلیونه او دوه لکه او اته دېرش زره او اته سوه (۲،۲۳۸،۲۰۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
