د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۲:۳۱
تصویر خبر

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پاملرنې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ په مندوخیل سیمه کې د وروستیو هوایي بریدونو له امله ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته، هرې کورنۍ ته د حفظ الصحې یو کېټ او ۱۷۰ ډالر ووېشل شول، چې په ټولیز ډول ۱۷٫۰۰۰ ډالر د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړي شوي وو. 

د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د پاملرنې موسسې څخه د مرستو پر وخت د وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.
 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۲:۴۹
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلاب ځپلو سیمو د سروې او ارزونې لړۍ پیل کړه

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست تخنیکي او د سروې ټیم د IOM، MAOEN،UN ، OCHR، WFP، AUDOW موسسو سره په ګډه، د یاد ولایت په خاص کونړ، شیګل، څوکۍ، چپه دره، سرکاڼو، او نورګل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۲:۲۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د زیانمنو کورنیو سروې بشپړ کړه

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په همکارۍ، د هغو کورنیو سروې او ارزونه وکړه چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله یې ځاني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۲:۸
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیاګرد ولسوالۍ د فنډقستان درې د سړک د بیارغونې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیاګرد ولسوالۍ د فنډقستان درې د هغه سړک د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .