د پوهاوی پیغام

rahyab
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۹ - ۱۰:۱۸
8


د 1399 کال د وږی میاشتې د 9 تر 11 تاریخونو کې د سیندیزو حوزو په ځینی ځایونو کې د اوبو د سطحې جګوالی او د سیلابونو اټکل!
د اقلیم بدلون د منفي اغیزې او د هیواد د هوا پیژندنې د اداري او د نړی پیژندل شويو موسمي ارګانونو د وړاندوینو له مخې د اوروګرافیکي (غرني) ډول ورښت د هیواد ځینې ځایونو کې د ناڅاپه سیلابونو د راوتو اټکل کیږي.
په یادو تاریخونو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالی به د بدخشان، اندراب،پنجشیر، غوربند، لغمان، کنر، نورستان، خوست د سیندونو پر لاره او د یادو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون ولري.
له دې کبله ټولوهغوهیوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو په غاړو کی هستوګن دي په ډیر درنښت هیله کیږي چې نوموړي موضوع نه په پوره توګه ځانونه خبر کړي او د سیلاب راتلو په ترڅ کې د سیند غاړو لاندېني سیمو خلک خبر کړي, د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هرډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړی تر څو د انساني او مالی زیانونو مخنیوی وشي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .