د پنجشېر ولایت د آبشار ولسوالۍ له خطر سره د مخ سیمو سروې او ارزونه وشوه
د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کلیو د اوسېدونکو د غوښتنې پر بنسټ، د آبشار ولسوالۍ په څو زیانمنونکو سیمو کې د سروې، ارزونې او وضعیت د څېړنې په موخه یادو سیمو ته تخنیکي پلاوی واستاوه.
د دې لیدنې پر مهال، هغه استوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې او مواصلاتي لارې چې د سېلابونو، د سیند د غاړو د ویجاړولو او نورو طبیعي ګواښونو له خطر سره مخ دي، له تخنیکي پلوه وڅېړل او وارزول شول. همدارنګه، د موجوده خطرونو د کچې، احتمالي زیانونو او د یادو سیمو د اړتیاوو اړوند لازم معلومات راټول شول.
ټاکل شوې ده چې د سروې پایلې او تخنیکي وړاندیزونه د ارزونو له بشپړېدو وروسته په یوه مفصل راپور کې اړوندو مسؤلینو ته وړاندې شي، ترڅو د وقایوي اقداماتو د پلي کولو او د احتمالي خطرونو د کمولو په اړه لازمې پرېکړې ونیول شي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
