د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د واورې ښویېدنې او د ډبرې نړېدو له امله د شهیدانو ورثه او ټپیانو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۲۲:۴۱
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري، د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې په دره، حصه اول او پریان ولسوالیو کې د واورې ښویېدنې او د (سنگغیل) ډبرې نړېدو له امله د ۷ شهیدانو ورثه او ۵ ټپيانو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشل شوې.

په دې پروسه کې، د مسوولینو په شتون کې، د ۷ شهیدانو هر وارث ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۲ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې، ۶ تخته کمپلې، د ژمي جامو یوه بسته، د حفظ‌ الصحې یوه بسته، یو پایه چپرکټ، او د صابون یوه کارټن ووېشل شول. همداراز، ۵ ټپيانو هر یو ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د ولایت مقام له لوري هم، د حصه‌اول ولسوالۍ د واورې ښویدنې له امله د ۲ شهیدانو ورثه، هر یو ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د درېیو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې پیل کړې 

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لویو رئیس؛ الحاج ملانورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د دې ولایت د برکي برک ولسوالۍ په درې الف. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په علینګار ولسوالۍ کې د کیبلي پل د جوړولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۲:۳۳
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د میمنه ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۴۱۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .