د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آماګۍ ریاست ۴۸ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي او غیرې نغدي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WFP ,IOM او UNICEF سازمانونو په ملاتړ، د سیاګرد، شینوارو، بګرام، جبل السراج ولسوالیو او د پروان مرکز کې ۴۸ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د WFP لخوا د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیتره غوړي، ۲ کیلو مالګه، ۲۵ کیلو دال، ۲.۱ کیلو بیسکویټ، ۳.۱ کیلو د ماشومانو لپاره تغذیوي مواد او شیدو ورکوونکو مورګانو ته ۴،۵ کیلو تغذیوي مواد د IOM له لوري هرې کورنۍ ته ٩٠٠٠ افغانۍ او د UNICEF له اړخه هرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته ووېشل شوه.
د يادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري ٢ کورنيو ته چې کورونه يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي وو، هرې يوې ته یې يو، يو باب خېمه ووېشل شوه.
نېټه: ١٤٤٦/٩/٢٥
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره