د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په جبل السراج او شینواري ولسوالیو کې د تېرو سېلابونو له امله ۵۸۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو غنم، یو روغتیایي کېټ او د اوبو یوه بوشکه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
